پراګ - د سيپټمبر پر ۲۳مه د سيمې دوو ټولنو، (د سولې او پرمختګ سيمه ييز تړون) او (خوشال فکري ادبي بهير) په ګډه په پېښور پريس کلب کې د افغان کلتور نړيواله ورځ ولمانځله.
د (خوشال فکري ادبي بهير) د خېبرپښتونخوا څانګې مشر، د پښتو ژبې استاد او څېړونکی نورالامين يوسفزی وايي، د دا رقم هلو ځلو په ترڅ کې دوی غواړي د کرښې دواړه خوا ولسونه يوه بل ته نيږدې او د پښتون/افغان کلتور شريک ارښتونه ور په ګوته کړي.
يوسفزی د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړي چې د ادبي او کلتوري غونډو جوړولو په چارو کې له دوی سره مرستې وکړي.
له نوموړي سره د مشال راډيو مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.