د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان – پاکستان ترمنځ د کورمې خرلاڅۍ دورازه بیا وازه کړل شوه


په کورمه کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګریزه دروازه خرلاڅو د پنځلس ورځو تر بندېدو وروسته یو ځل بیا پرانیستل شوه.

دغه دروازه په خرلاڅۍ کې پر پنځلسم اکتوبر تر بمي چاودنو وروسته تړل شوې وه.

په هغه چاودنو کې د امنیتي ځواکونو د یوه کپتان په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

په سیمه کې سوداګرو او خلکو د نهې په ورځ د خرلڅو دروازې پر پرانېستل کېدو خوښي ښودلې ځکه چې پر دغه لار له افعانستان سره په کېدونکې سوداګرۍ کې ډېر خلک بوخت دي.

د پاڼه چینار سوداګرو ټولنې یو مشر حاجي مصایب حسېن مشال راډیو ته ویلي، د خرلڅو دروازې تړل کېدو یې کاروبار زښته اغېزمن کړی وو.

له کورمې د افغانستان خوست، پکتیا او نور سیمو ته تلونکې د خرلاڅۍ لار ډېره مهمه ده ځکه چې دا هلته د سوداګرۍ لپاره ډېره زیاته کارول کېږي.

د پاڼه چینار حاجي رووف حسېن مشال راډيو ته وویل، کله چې د ناامنۍ پېښه رامینځته شي او یا هم د افغانستان پاکستان ترمینځ اړیکي خرابې شي نو بیا یې لار وتړل شي چې له دې سره هلته پر تجارت ډېر بد اغېز غورځېږي.

حاجي رووف حسېن وايي، پکار ده چې زموږ حکومتونه د تجارتي لارو تړلو پر پالیسۍ غور وکړي.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ پرله پسې بریدونو وروسته د خرلاڅو دروازه پروسږ او سږ کال څو وارې د دې لپاره وتړل شوه چې د امنیتي چارواکیو په خبره پر دغه لار د وسله والو د تګ راتګ او د نورو ممکنه بریدونو مخه ونیسي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG