دا خبرې نوموړي په ولي باغ کې د فاټا ځوانانو له یوې جرګې سره تر لیدو وروستو په خبري غونډه کې کړې دي.
د یکشنبې/اتوار په مازیګر د چارسدې په ولي باغ کې د قبایلي سیمو زده کونکیو او ځوانانو سره د ملاقات روستو خبرې غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیارولي خان وینا وه که حکومت په سمدستې توګه د فاټا اصلاحاتو عملي کولو اعلان ونکړو نو دوی به له پاکستان تحریک انصاف، قامي وطن پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ، جماعت اسلامي او له مولانا سمیع الحق سره په ګډه یوه پراخ اتحاد جوړوي او بیا به ټول ګوندیزه غونډه هم رابولي.
نن د ګل یا دوشنبې په ورځ له مشال راډیو سره خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکټري میا افتخار حسېن وویل چې د دوی ګوند به ډېر ژر د سیاسي ګوندونو د مشرانو سره د ملاقاتونو سلسله شورو کوي چې د فاټا اصلاحاتو لړ کې په حکومت فشار واچوي د نوموړي په وینا چې دوی په هره توګه غواړي چې قبایل دې په خېبر پښتونخوا کې ورګډ کړي او په دې لړ کې د دوی دريځ ډېر ښکاره او روڼ دی نو په دې لړ کې دوی په بېلا بېلو لارو لګیا دي کار کوي او د دوی ګوند به هېڅکله هم له دې غوښتنې لاس وانخلي او د دې لپاره به دوی ټول ګوندېزه غونډه هم کوي او له ټولو سیاسي ګوندونو سره په شریکه به د فاټا اصلاحاتو عمليکولو لپاره هلې ځلې کوي.
په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه
مشال راډیو چې په دې اړه د فاټا د ځوانانو د جرګې غړي او د ال فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن مشر شوکت عزیز نه وپوښتل نو هغه وویل چې دوی د فاټا اصلاحاتو او د ایف سي ار د خاتمې لپاره د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو د مشرانو سره لیدل کتل کوي چې حکومت دې ته مجبوره کړي چې دوی ته هم لکه د نورو پاکستانیانو حقونه ورکړي.
شوکت عزیز وویل د سیاسي ګوندونو د مشرانو سره د ملاقاتونو د لړۍ به هم دغه رنګ روانه وي او ډېر ژر به د پاکستان پيپلز پارټۍ شریک چېرمین او پخواني صدر آصف علي زرداري سره هم لیده کاته کوي او ترهغه وروستو د فاټا له پارلېماني غړیو سره ملاقاتونه کوي او دوی به ورته وايي چې د فاټا اصلاحاتو لپاره یوموټي شي او که داسې يې ونه کړل نو دوی به بیا د هغو پارلېماني پرضد کمپاین پیلوي چې فاټا اصلاحات نه غواړي.
مولانا فضل رحمان وايي، د فاټا انضمام نه مني
د دې وړاندې د قبایلي ځوانانو دې جرګې د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجګړه، د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار آیاز صادق او د داخله چارو وفاقي وزیر احسن اقبال سره هم لیده کاته کړي دي.
د دې ترڅنګ د فاټا اصلاحاتو په اړه د ځنې سیاسي ګوندونو، په پارلېمان کې د قبایلو استازیو او د قبایلي مشرانو بېلا بېل نظرونه مخې ته راغلي دي ځنې وايي چې قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي او ځنې وايې چې په خیبر پښتونخوا کې دې قبایل ورګډ کړل شي.