جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند د قبایلي سیمو اصلاحاتي عمل ته بیا له سره د کتنې غوښتنه کړې ده.
د دغه خبرې دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې د قبایلي سیمو د مشرانو او د یاد ګوند د غړیو ګډه جرګه کې وګړه.
د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه قبایلي مشران او سیاسي ګوندونه سره ویشل شوي دي.
خو د اصلاحاتو لپاره جوړې شوې حکومتي کمیټۍ په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې زیاتره قبایلي ولس دا سیمې له خیبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو حمایت کوي.