د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د چین سمندرګي شخړې هواري کې رول ته تیار دی


د وېتنام او امریکا ولسمشران
د وېتنام او امریکا ولسمشران

پراګ ـ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، دی تيار دی چې د جنوبي چين په سمندرګي کې د شخړو د حل له چارو سره د يوه درېيمګړي په توګه مرسته وکړي. د چين ولسمشر شي جېنپنګ بيا په دغو اوبو کې د جګړې احتمال رد کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اتوار پر ورځ د ويت نام په مرکز هنوی کې د هغه هېواد له ولسمشر ټران دای کوينګ سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې دی يو ډېر ښه روغه راوستونکی کس دی. نوموړي زياته کړه، اداره يې چمتو ده چې د جنوبي چين په سمندرګي کې شخړو ته يو حل پيدا کړي.

ډونلډ ټرمپ د اتوار پر ورځ د جنوب ختيځ هېوادونو په سرمشريزه کې د ګډون لپاره د فلپين مرکز منيلا ته په سفر دی.

د ايسوشييټېډ پريس خبري اژانس ليکنه وايي، په سرمشريزه کې کېدونکې خبرې ښايي تر ډېره د جنوبي چين په اوبو کې د شخړو او د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په څېر موضوعاتو وڅرخي.

د چين ولسمشر شي جېنپېنګ بيا ويلي، په سمندرګي کې د چينايي پوځونو جمع کولو او هلته د يوې جګړې د پيل په اړه د نړيوالو اندېښنې بې ځايه دي.

د ليکنې تر مخه، چين کوښښ کړی چې د جنوبي چين د سمندرګي په مسئله کې د امريکا د مداخلې مخه ونيسي.

د امريکا ملاتړي هېوادونه بيا په يادو اوبو کې د امريکايي پوځ د شتون پر خبره ټينګار کوي. هغوی غواړي چې په دغو اوبو کې د چينايي پوځ لخوا د تاسيساتو جوړولو چارو ته ځواب وويل شي او په ترڅ کې يې له ستراتيژيکي او تجارتي پلوه په دغه مهم سمندرګې کې د شخړو او جګړې مخه ونيول شي.

په ليکنه کې د فلپين د ولسمشر، رودريګو دوترتې په حواله ويل شوي، چين ده ته باور ورکړی چې په سمندرګي کې شخړې پيدا کول نه غواړي.

نوموړي زياته کړې، هېڅ يو هېواد د چين په جنوبي سمندرګي کې د جګړې غوښتونکی کېدای نه شي، ځکه چې جګړه د ټولو په تاوان ده.

XS
SM
MD
LG