د لاسرسي ځای

تازه خبر

زمبابوې کې پوځ ولسمشر موګابې کور کېنولو


په زمبابوي کې پوځ وايي چې د هېواد ولسمشر رابرټ موګابې خوندي او محفوظه دی. دا تر هغه وروسته دي چې د زمبابوي پوځ وياند په سرکاري ټيليویژن وويل چې دا پوځي کوتادا نه ده خو ولسمشر د هغه کورنۍ له دوی سره خوندي ده. بلخوا رابرټ موګابې او د هغه کورنۍ لخوا بيان مخي ته نه دی راغلی.

په زمبابوې کې سياسي بحران د نومبر په اتمه هغه وخت شورو شو، کله چې ولسمشر رابرټ موګابې مرستيال ولسمشر ((ايمرسن نانګاګوا)) له خپلي څوکۍ لیرې کړ. نانګاګوا د هېواد خپلواکی کې ډېر مهم رول لرلی دی، او د پوځ د مشر نزدې ملګری هم وو.

له دې وروسته نانګاګوا له هېواده وتښتېدلو او د ولسمشر مېرمنې ګريس موګابې لپاره واک کې د راتللو لاره هواره شوه. خو د زمبابوې د پوځ مشر د نومبر په ۱۳مه ويلي ول که چېرې د خپلواکۍ ترلاسه کوونکیو پرضد حکومتي ګامونه جاري ول، نو دوی به مداخلت کوي.

له دې وروسته په هېواد کې د موګابې ګوند [زانو] او مختلفو نورو اپوزشن ګوندونو ترمنځ تاوتريخوالی نور زيات شو.

د نومبر په ۱۵مه پوځ په سرکاري ټيليویژن قبضه وکړه او حکومتي ودانيو ته تلونکې لاري يې بندي کړې. د پوځ وياند په ټېليویژني وينا کې وويل:

(( موږ قام ته ډاډورکوو، چې د زمبابوې جمهوريت، ولسمشر او د هغه کورنۍ خوندي ده او د هغو د حفاظت ضمانت هم ورکوو. موږ يوازې هغه مجرمان په نښه کوو، چې پر ولسمشر راټول دي.))

خو د پوځ وياند په خپله وينا کې د هغو کسانو نومونه وانخېستل چې پرضد يې عمليات پيل کړي دي.

۹۳ کلن رابرټ موګابې د زمبابوې انقلابي سياستدان دی، چې له تېرو ۳۷ کلونو راهېسي په واک کې وو. موګابې په يو غريبي کورنۍ کې زېږدلی وو او له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته يې زدکړي ورکول شورو کړي.

په ۱۹۶۰ او ۷۰مه ليسزه کې زمبابوي د بريتانيا تر واکمني لاندي وه، په هغه وخت کې موګابې د مارکس او لينن فلسفه خپله کړه او د بريتانوي راج پرضد يې مبارزه شورو کړي وه.

په هغه وخت کې موګابې د افريقا ملتپالني او نو اباديت ضد وو.

موګابې په ۱۹۶۴م او بيا په ۱۹۷۴م کال کې د حکومت ضد بيانونو ورکولو په جرم کې بندي شوی وو. موګابې د راخوشېکيدو وروسته موزمبيق ته وتښتېدو او په هغه ځای کې يې د زانو تحريک بنسټ کېښود او ګوريلا جنګ يې شورو کړو.

په ۱۹۷۹م کې د لينکسټر هاوس تړون لاندې د سپین-پوستو اقليتونو واکمني ختمولو فيصله وشوه.

په ۱۹۸۰م کال کې رابرټ موګابې هېواد ته ستون شو، او سياسي هلې ځلې يې شورو کړي.

په دې موده کې موګابې دوه واري په قاتلانه حملو کې بچ پاتې شو.

په ۱۹۸۰م کال انتخاباتو کې د رابرټ موګابې ګوند بری ترلاسه کړو، او د هېواد وزيراعظم وټاکل شو.

نوموړي تر ۱۹۸۷م کال پورې د هېواد وزيراعظم وو.

په هغه وخت کې د زمبابوي نوم روډيشیا وو.

په ۱۹۸۷م کال کې د زمبابوي پارليمان په ائين کې ترميم وکړو او رابرټ موګابې د هيواد ولسمشر وټاکل شو. له هغې مودې راهېسي رابرټ موګابې په واک کې پاته شوی.

XS
SM
MD
LG