د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ د حافظ سعيد د خوشېکولو امر کړی


لاهور هايکورټ د چارشنبې په ورځ د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد د خوشې کولو امر کړی دی څوک چې روان کال د جنورۍ د مياشتې راهسې پر کور دننه نظربنده کړی شوی وو.

پنجاب حکومت غوښتل د حافظ سعيد د نظربندۍ موده غځولو درخواست کړی وو چې عدالت منظور نه کړ.

د جسټس عبدالسميع په مشرۍ دوه کسيزه د بيا کتنې بورډ (جرګګۍ) د خزانې وزارت د غړو له خوا پر دې مطمين نه کړل شو چې د حافظ سعيد په خوشې کولو به ملک د سفارتي او مالي ستونزو سره مخ شي.

د حافظ سعيد په کور دننه د بندېدو موده د پنجشنبې په ورځ سر ته رسي.

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد د نظربندۍ پرضد د خپل وکيل ای کی ډوګر په ذريعه درخواست جمع کړی وو.

د ذکر ده چې د جماعت الدعوه ډلې مشر روان کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د ۹۰ ورځو لپاره په کور دننه بند کړل شوی وو او بيا دغه بندېز څو وارې غځول شوی وو.

XS
SM
MD
LG