د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډي میستورا وايي، د شام حکومت تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون کولو پخلی نه دی کړی.
نوموړی زیاتوي، دوی تېره شپه داسې پیغام تر لاسه کړی چې پکې ویل شوي د شام د حکومت استازي به نننۍ غونډه کې ګډون ونه کړي.
سټیفن ډي میستورا د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته د وینا پر مهال وویل، طبعا د دوی هیله او تمه دا ده چې د شام حکومتي استازي به ډېر ژر په دې خبرو کې ګډون وکړي.
د شام جګړه چې د ۲۰۱۱ م کال په مارچ کې پر حکومت ضد مظاهره کونکیو د تشدد نه پس پیل شوې وه، تر اوسه یې په ترڅ کې ۳۳۰ زره نه زیات کسان وژل شوي او میلیونونه نور په کډه کولو مجبوره شوي دي.