د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیت المقدس په اړه اعلان د بهرنۍ پالیسۍ تېروتنه ده: شادي شناعه


د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته په فلسطین کې مظاهرې او تاوتریخوالی شوی
د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته په فلسطین کې مظاهرې او تاوتریخوالی شوی

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر شپږمه په بیان کې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژند. د ټرمپ دې اعلان نړیوال غبرګونونه پارولي دي او د ځېنو هېوادونو مشرانو دا عمل د نړیوال قانون سرغړونه بللې ځکه چې د بیت المقدس حیثیت د اسراییلو او فلسطین په لانجه کې ډېر مهم بلل کېږي.

د ډېنمارک په آغوس پوهنتون کې مو د اسراییلو او فلسطین چارو له څېړونکي شادي شناعه سره خبرې کړې دي.

مشال راډیو: استاد شادي شناعه صاحب، د بیت المقدس په اړه د اسراییلي ولسمشر اعلان ته څنګه ګورئ؟

شادي شناعه: دا خپه کوونکی اقدام دی چې د [اسراییلو او فلسطین] د سولې بهیر پر مخ بیولو پر ځای د [امریکا] کورني سیاست ته په کتو او ولسمشر په خپل فکر اخیستی دی. زما په نظر، دا اعلان پر ناسم وخت شوی او د بهرنیو چارو د تګلارې یوه تېروتنه ده.

شادي شناعه
شادي شناعه
مشال راډیو: تاسې وویل چې امریکايي ولسمشر دا اقدام پر ناسم وخت کړی دی او د تېروتنې په سترګه ورته ګورئ، نو د دې اعلان اثرات څه کېدای شي؟

شادي شناعه: زما په نظر امریکا هڅه کوي چې د اسراییلو په ګډون له سعودي عرب سره د ایران ضد اېتلاف جوړ کړي خو د [ولسمشر ډونلډ ټرمپ] دا اعلان به حالات پېچلي کړي ځکه چې سعودي په رسمي توګه د فلسطین ملاتړ ته ضرورت لري او له دې سره به د ایران ضد په یو داسې اېتلاف کې ورشاملېدل ورته ګران شي چې پکې به اسراییل هم وي. نو دا پرېکړه د امریکا د بهرنیو چارو نورو اهدافو ته رسېدل هم پېچلي کوي.

مشال راډیو: استاد شادي شناعه صاحب، د بیت المقدس د حیثیت په اړه امریکايي اعلان ته یو شمېر هېوادونو غبرګونونه وښودل، د اروپايي ټولنې او د اروپايي هېوادونو هغو ته څنګه ګورئ، ایا هغوی کمزوری غبرګون ښودلی که نه مناسب وو؟

شادي شناعه: زما په نظر، کمزوری غبرګون نه وو. برتانیې، فرانسې، جرمني او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې استازې ورته قوي ځواب ورکړ. خو دا واقعیت دی چې اروپايي ټولنه او نور اروپايي هېوادونه په نظامي یا پوځي توګه ډېر ځواکمن نه دي چې متاسفانه د اسراییلو او فلسطین پر حالاتو زیات نفوذ او اثر نشي لرلای.

XS
SM
MD
LG