د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ ته د مولر ممکنه ګوښه کولو په باب خبرداری


 سېنېټر مارک وارنر 
سېنېټر مارک وارنر 

د امريکا کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند يو لوړ پوړی سېنېټر مارک وارنر ولسمشر ټرمپ ته د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر په ممکنه توګه د ګوښه کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سنېټر مارک وارنر د ولسمشر له لورې د هغو کسانو د ممکنه بخښنې په اړه هم خبرداری ورکړی چې د روس او ټرمپ د انتخابي کمپاين په تړاو د رابرټ مولر په پلټنو کې په نښه شوي دي.

له تېرو څو اوونيو راهېسې داسې غير ذمه واره ږغونه راپورته شوي چې وايي د روبرټ مولر پلټنې دې و تړل شي. مارک ټونر

د چارشنبې په ورڅ ناوخته د سېنېټ په استخبارتي کمېټۍ کې د ډېموکراټ ګوند سېنېټر مارک وارنر وويل چې د سپینې ماڼۍ او په کانګرس کې د ريپبلکن ګوند د غړيو له لورې د ښاغلي مولر د پلټنو په اړه زياتېدونکي انتقادونه ښيې چې دوی د ښاغلي مولر له کاره د ګوښه کولو يا په پلټنو کې د مداخلې لپاره لاره هواروي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د مولر د لېرې کولو لپاره هر ډول هڅه به يو ممکنه اييني بحران وزېږوي.

له تېرو څو اوونيو راهېسې داسې غير ذمه واره ږغونه راپورته شوي چې وايي د روبرټ مولر پلټنې دې و تړل شي. مارک ټونر

خو ښاغلي ټرمپ بیا بیا د ښاغلي مولر د لېرېکولو په اړه کېدونکې خبرې رد کړي دي.
که څه هم د امريکا د ځانګړيو کونسلرانو قانون ډونلډ ټرمپ ته اجازه نه ورکوي چې ښاغلی مولر ګوښه کړي خو نقادان وايي چې هغه د انصاف وزارت له چارواکيو غوښتلی شي چې رابرټ مولر معطله کړي او که يې داسې و نه کړل دوی به له واکه لېرې کړل شي.
مارک وارنر وويل چې له تېرو څو اوونيو راهېسې داسې غير ذمه واره ږغونه راپورته کېږي چې د رابرټ مولر پلټنې دې و تړل شي.
ښاغلي وارنر زياته کړه چې که څه هم ولسمشر ټرمپ ويلي چې د ښاغلي مولر د ګوښه کولو اراده نه لري خو بيا هم د ده په وينا که د ولسمشر پخوانيو خبرو ته وکتل شي نو هغه د اندېښنې وړ دي.
د دې لپاره نوموړي د د ايف بي ای مشر جېمز کامي حواله ورکړه چې ولمسشر ناڅاپه ګوښه کړ.

روبرټ مولر د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين او روسيې ترمنځ د تړاو د تورونو پلټنې کوي.
روبرټ مولر د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين او روسيې ترمنځ د تړاو د تورونو پلټنې کوي.

جېمز کامي د امريکا په انتخاباتو کې د روس د مداخلې پلټنې کولې.
په واشنګټن کې داسې ګنګوسې دي چې ښایې ولسمشر ټرمپ د رابرټ مولر په پلټنو کې په نښه شوي کسان چې پکې د ولسمشر د کمپاين پخوانی مشر پال مانفورټ هم شامل دی وبخښي.
خو د سپينې ماڼۍ قانونپوهانو بیا بیا دا خبره رد کړې ده.

رابرټ مولر د روس او ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپان ترمنځ د تړاو د تورونو پلټنې کوي.

خو ولسمشر ټرمپ او روسيې دواړو دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG