د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مېلبورن کې پر ګڼه ګوڼه ګاډی وخېژول شو


د اسټرايليا پوليسو مشکوک کس پر خلکو د موټر خېژولو په تور نيولی دی
د اسټرايليا پوليسو مشکوک کس پر خلکو د موټر خېژولو په تور نيولی دی

د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د ډیسېمبر پر ۲۱مه نېټه په ګاډي پیاده وګړي وهل شوي چې نېږدي ۱۹ یې ژوبل کړي دي. پولیسو د پېښې په تړاو دوه تنه نیولي دي او دا یې یو کستي کړنه بللې ده. راپورونه وايي په نیول شویو کې یو تن په خټه افغان اسټرالوی دی.

پوليسو دا هم وويل چې په ژوبلو کې د څلورو حالت نازک دی خو زیاتوي داسي شواهد نلری چې ګواکې دا پيښه دې له ترهګرۍ سره تړاو لري.

۳۲ کلن مشکوک کس د ښار په مرکز کې پر لارويانو خپل ګاډی وخېژواه او وروسته یې موټر د برقي ګاډي له یوه تمځي يا سټيشن سره وجنګيد. ملبورن د اسټريليا دويم لوی ښار دی.

د ويکټوريا رياست پوليسو ځایناستي کمشنر وويل چې نيول شوی کس نشه کړې وه او ذهني ناروغي لری. پوليسو ته د هغه په اړه له ټريفک قوانينو معمولي نوعيت خلاف ورزی په اړه معلومات هم ول.

د نوموړي په خبره داسي شواهد او خفيه معلومات نه لری چې پر اساس دا پيښه ترهګري وګرځوي. د پيښي پلټني رواني دي او پوليس د هغه دويم کس په اړه هم معلومات راغونډوي چې ايا يادي پيښي سره تړاو لری او که نه.

XS
SM
MD
LG