د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی ګوښه کړل شو


د بلوچستان اعلا وزير د دې صوبې د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټی او خپل ځانګړی مشاور امان الله نوتيزی له دندو لیرې کړي دي. نواب ثناءالله زهري دا اقدام تېره ورځ تر هغه وروسته وکړ چې د صوبايي اسمبلۍ ۱۴ غړیو د هغه پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړ چې د بګټي او نوتيزي ملاتړ هم ورته ترلاسه و.

د صوبايي حکومت چارواکي وايي چې وزير اعلا د کورنيو چارو د وزير لیرې کولو امر صوبايي ګورنر ته لېږلی دی.

بلخوا سرفراز بګټي له دندې د نوموړي د لري کېدو خبر بې بنياده ګرځولی او تېره ورځ ناوخته يې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه وار د مخه لا خپل استعفاليک ګورنر ته لېږلی دی.

بلوچستان اسمبلۍ ټول ۶۵ غړي لري او د وزيراعلا په ضد د عدم اعتماد تحريک د منظورۍ لپاره د ۴۴ غړیو رايه په کار ده.

XS
SM
MD
LG