د ايران د تېلو وزارات وایي، د روانې مياشت تر پای به د عراق له کرکوک څخه ايران ته د تېلو برامد چارې پيل شي.
د ايران د تېلو د وزير جبار اللوابي په خبره، په پيل کې به هره ورځ ۳۰۰۰۰ بېرله تېل په ټرکونو کې د هغه هېواد په کرمانشاه ولایت کې د تېلو کارخانو ته وړل کېږي. له عراق څخه ايران ته د تېلو لېږد د هغې يوې لوظنامې نتيجه ده چې دواړو هېوادونو د تېر کال په ډېسېمبر کې وکړه. د موافقې تر مخه، له کرکوک څخه به هره ورځ ۶۰۰۰۰ بېرله خامه تېل ايران ته وړل کېږي. په بدل کې به ايران د عراق جنوبي سيمو ته خپل تېل ورکوي.