د پاکستان د پنجاب پوهنتون وايس چانسلر زکريا ذاکر وايي، په راتلونکو دوه يا درو ورځو کې به د هغو زده کوونکو پرضد کارروايي کوي چې د جنورۍ پر ۲۲مه يې په جګړه کې لاس لاره.
نوموړي وايي، د اسلامي جميعت طلبه او پښتون ـ بلوڅ کونسل ترمنځ د يادې جګړې د تحقيقاتو لپاره يې يوه کمېټه جوړه کړې او ډېر ژر به خپله فيصله واوروي.
د ده په خبره کمېټه د هغو ویډيو ګانو جاج اخلي چې پکې ښودل شوي ځېنې زده کوونکي يو بل په کوتکونو وهي.
په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جميعت طلبه او پښتون ـ بلوڅ کونسل ترمنځ تر جګړې وروسته ۲۰۸ زده کوونکي چې ۸۵ فيصده يې پښتانه او نور یې بلوڅ ول، پوليسو نيولي ول چې بيا وروسته ټول خوشې شول.
پر ځېنو زده کوونکو د ترهګرۍ ضد او جنګ و فساد قوانينو لاندې لګېدلي مقدمې هم بيرته اخیستل شوي او ځېنې وايي چې د پوهنتون انتظاميه يې اوس هم کلاسونو ته نه پرېږدي.