د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: سلګونو کسانو د امنیتي پوستو پرضد مظاهره وکړه


په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره
په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره

پراګ ـ په سوات کې په سلګونو کسانو د يوې مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې پر امنيتي پوستو دې نه ځورول کېږي.

د یکشنبې په سهار سلګونه کسان چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شول او د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.

دوی هم هغه نعرې وهلې چې پښتنو سياسي او مدني فعالانو د لس ورځو د پرلت پر مهال په اسلام اباد کې ورکولې.

په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره
په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره

دا نعره وه چې وکيلان مو قتلېږي، ملالي مو قتلېږي، استادان مو قتل کېږي نو دا څنګه ازادي ده؟

ددې ترڅنګ مظاهرچيانو پوسټرونه نيولي وو چې ورباندې مختلفې نعرې او غوښتنې ليکل شوې وې.

په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره
په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره

پر لوحو ليکل شوي وو چې (( ترهګري او ترهګر مرده باد، موږ پر خپله خاوره امن غواړو، پر چيک پوسټونو دې بې ځايه تنګول بند کړل شي.))

پردې موقع يو منتظم غيرت يوسفزي د وينا پر مهال وويل چې د سوات خلک له ۲۰۰۵م کاله راهيسې له تشدد سره مخامخ دي. هغه د مظاهرچيانو په استازيتوب دا غوښتنه وکړه چې پر امنيتي پوستو دې ولس نه ځورول کېږي او په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود په قتل کې تورن پوليس افسر راو انوار ونيول شي.

که غوښتنې مو ونه منل شوې بله مظاهره به په مینګوره ښار کې کوو.
غیرت یوسفزی

ويناوالو دا غوښتنه هم وکړه چې دوی د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال قرباني ورکړي او اوس دې له دوی ترهګر نه جوړول کېږي او دا شان د دوی په شخصي مسئلو کې دې حکومت لاسوهنه نه کوي.

غيرت يوسفزي دا اعلان هم وکړ چې که يې غوښتنې و نه منل شوې نو بله مظاهره به په مېنګوره ښار کې کوي.

مظاهرچيانو له خوازخيلې چوک څخه تر مټه چوک پورې لاريون وکړ.

مشال راډيو په دې اړه د سوات د پوليسو مشر واحد محمود سره تماس و نيولی او هغه د مرکې پر مهال د مظاهرچيانو تورونه رد کړل.

نوموړي وويل چې په سوات کې پخوا ۹۷ امنيتي پوستې وې چې حکومت يې شمې ۱۷ ته راکم کړی دی او پر شته پوستو خلک نه ځورول کېږي.

په سوات کې د امنیتي پوستو خلاف مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

د پوليسو مشر زياته کړه چې د سوات د نفوسو شمېر ۲۵ لاکه دی او دده په وينا که چرته خلک ځورول کېدايه نو ټول ۲۵ لاکه کسانو به په مظاهره کې ګدون کړی وايه.

هغه ادعا وکړه چې د خوازه خيلې په مظاهرو کې يوازې ۴۰ يا ۵۰ کسان وو چې دده په خبره هغوي يوه خاص اېجنډا لري.

د سوات دا مظاهره د اسلام اباد د پرلت دويمه کړۍ بلل کېږي.

د اسلام اباد پرلت تر لس ورځو پورې دوام کړی وو چې پکې د نقيب مسود د وژونکو د نيولو، په فاټا کې د ماين پاکولو، د لاردکه کسانو عدالت ته د حاضرولو، د پښتنو ماورا عدالت وژنو په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنې شوې وې.

په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره
په سوات کې د امنیتي پوستو د ځورونو خلاف د خلکو مظاهره

د پرلت ورکونکو او حکومت ترمنځ تر ليکلي تړون وروسته احتجاجي ناسته تر يوې مياشتې پورې ځنډول شوې وه.

د اسلام اباد احتجاجي ناسته د پښتون تحفظ موومنټ تر انتظام لاندې وه چې مشري يې منظور پښتون کوله.

منظور پښتون بېګا پر خپله فېسبوک پاڼه د سوات د مظاهرې ملاتړ اعلان کړی وو او ليکلي یې وو چې له وزيرستان څخه ناوخته ټانک ته رسېدلی نو ځکه نه شي کولای د سوات په مظاهره کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG