پراګ ـ د پېښور های کورټ ايبټ اباد سرکټ بينچ د نهې پر ورځ د هغو ۲۵ کسانو د بند سزاګانې وځنډولې چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي، مشال خان د وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ورکړې وې.
مشال خان د ۲۰۱۷ م کال په اپريل مياشت کې د ياد پوهنتون زده کوونکیو او بلوه ګرو اسلام ته د سپکاوي په تور وژلی وو.
د خيبرپښتونخوا پوليسو د دغه وژنې په تور ۵۰ کسان ونيول، چې پرضد يې عدالتي کار روايي پيل شوه.
د فبرورۍ پر اوومه په ايبټ اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د مقدمې مرکزي ملزم عمران علي ته د دوه ځلي پانسۍ، پينځو کسانو ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د درې کاله بند سزاګانې واورولې. په مقدمه کې ښکېل ۲۶ نور کسان خوشي کړل شول.
د مشال خان کورنۍ د دغو ۲۶ کسانو د خوشي کېدو پر ضد په پېښور هايي کورټ کې اپيل جمع کړ. خو د سزا شويو کسانو لخوا هم عدالت ته اپيل وشو چې دوی بېګناه دي او سزاګانې دې يې ختم کړل شي. د پېښور هايي کورټ ايبټ اباد بينچ د سه شنبې پر ورځ د دغو اپيلونو په اورېدنه کې د ۲۵ کسانو د بند سزاګانې معطله وګرځولې.
د مشال خان د پلار وکيل، فضل خان ايډوکيټ مشال راډيو ته وويل چې د عدالت پرېکړې حيرانه کړي او دا چې پر ضد به يې اپيل کوي.
((د دغو کسانو د سزا زياتولو لپاره زموږ اپيلونه په های کورټ کې پراته دي، عدالت پکې د اپريل مياشتې ۲۷م تاريخ راکړی دی. پکار نه وه چې په دې مقدمه کې ننۍ پرېکړه مخ ته راغلی وای. موږ تر اوسه د عدالت حکم نامه نه ده ترلاسه کړې، چې پوه شو دا پرېکړه يې پر کوم بنياد کړې. خو موږ ګڼو چې دا فيصله غلطه ده، او هغه ځکه چې مشال خان په مردان کې وژل شوی دی او يوازې پېښور هايي کورټ اختيار لري چې د دغه پېښې مقدمه فيصله کړي.))
بلخوا د خوشي کړل شويو کسانو وکيل، فضل حق عباسي مشال راډيو ته وويل چې د فيصلې پر ضد عدالتي لارې چارې لټول د مخالف فريق قانوني حق دی.
((دا خو به اوس عدالت ګوري چې د ضمانت پرېکړه صحيح ده که غلطه. ځينو خلکو په پېښور های کورټ کې اپيلونه جمع کړي وو، چې له هغه ځايه ايبټ اباد ته راولېږدول شول. د مقدمې اورېدنه همدلته شوې. که د مشال خان د پلار وکيلان د عدالت پر پرېکړې اعتراض لري، نو د لغو کېدو لپاره دې يې سپريم کورټ ته ولاړ شي.))
د مشال خان د وژنې پېښې پلټونکې ډلې پر هغه د مذهب د سپکاوي تورونه بې بنياده بللي دي. د نوموړي وژنه پر ټولنيزه ميډيا هم وغندل شوه او پر ضد يې د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې خلکو مظاهرې هم وکړې.
د پاکستان سپريم کورټ د مشال خان د وژنې له خپلې اندې نوټس واخيست او د خيبرپښتونخوا پوليسو په دغه تور ۵۰ مشکوک کسان ونيول.
د مشال خان کورنۍ وايي، د هغه په وژنه کې ککړ يو کس لا هم نه دی نيول شوی. خو د خيبرپښتونخوا پوليس وايي چې د هغه د ميندلو او نيولو لپاره يې هڅې دوام لري.