ملاله يوسفزۍ وايي چې د جينکو د تعليم په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ملالې يوسفزۍ څه باندې پينځه کاله مخکې هم دا خبره کوله چې بيا وسله والو طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته کله چې نوموړې له نورو ماشومانو جينکو سره يو ځای په ګاډي کې له سکول څخه د کور پر لور روانه وه.
د ملالې يوسفزۍ له جينکيو ملګرو او ځوانو مدني فعالانو ثنااعجاز او ګلالۍ اسماعيل سره مو ددې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې خبرې کړي چې د پښتنوجينکو په ژوند کې د ملالې مبارزې څه مثبت بدلون راوستی؟
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی او دلته یې اوريدلی شئ.