سوریې او د هغه ټلوالې روسیې پر اسراییلو تور پورې کړی چې بېګا شپه د سوریې پر یوه پوځي هوايي اډه د توغندیو برید کړی دی. اسراییلیانو چې وړاندې یې هم پر سوریې ورته بریدونه کړي، سمدستي څه نه ویلي.
د سوریې سرکاري رسنۍ د هېواد په مرکز کې د حمص ښار د تیفر پر یوه هوايي ډګر د دوشنبې په ګهیځ د یوشمېر توغندیو لګېدلو خبر ورکړی وو وي.
د سوریې سرکاري رسنۍ راپور ورکوی چې په دغه برید کې ګڼه مرګ-ژوبله اوښتې ده. دوی د مرګ -ژوبلې شمېره نه ده ښودلې خو په لندن کې مېشته د سوریې بشري حقونو اداره وايي چې په برید کې لږ تر لږه ۱۴ حکومت پلوه سرتېري وژل شوي دي چې پکې د ایران سرتېري هم سوریېل دي.
دا بریدونه تر هغه وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه فرانسوی سیال ایمانول میکرون په سوریې کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې دوما کې د کیمیاوي وسلو د یوه مشکوک برید چې پکې لسګونه کسان ووژل شول، خلاف د یو شریک او مظبوط ځواب په ورکولو متفق شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول د روسیې او ولسمشر ولاديمیر پوتین او همدا رنګه د ایران غندنه وکړه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، چې حکومت یې له وړاندې د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن شوی دی.