پرون په اذربایجان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول. پر دې انتخاباتو وار له مخه اپوزېشن ګوندونو نیوکې کړې دي او اوس د بشري حقونو د څار ډلې هم دا ټاکني غندلې دي.
د اذربایجان د یوه خپلواک تحقیقاتي بنسټ څیړنه ښیي چې علي یف ۸۶ اعشاریه پنځه په سلو کې رایي ګټلې دي او په دې ډول به د یوې بلې اووه کلنې دورې په مخه ولسمشر پاتې شي.
رایي ورکول تیرماښام په سیمه ییز وخت اووه بجې پای ته ورسیدل. د قفقاز سیمې د دې هیواد مهمو سیاسي ګوندونو وار له مخه ویلي و چې په راییو کې لاسوهنه کیږي نو ګډون پکې نه کوو.
د اذربایجان د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون په وینا په سلو کې اویا فیصده رایي ورکوونکو په دې انتخاباتو کې برخه واخیسته.
د دې کمیسیون مرستیال ناطق محمدوف د ګڼو درغلیو لګیدلي تورونه رد کړې دي او د اذربایجان یوې رسنۍ ته یې وویل چې دا هم بې بنسټه تور دی چې له قوانینو سرغړونه شوې ده.
د ازادي راډیو د خبرڅانګه څرګندوي چې د انتخاباتو د کمیسیون څارونکو کمرو د کردمیر په ښار کې داسې تصویرونه خپاره کړې دي چې د دوی کارکوونکي صندوقونه بدلوي رابدلوي.
د الهام علییف پر حکومت د رسنیو، خبریالانو، سیاستوالو، او فعالانو د ځپلو په خاطر د اذربایجان اپوزسیون ګوندونه، لویدیځ هیوادونه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه انتقاد کوي.
۵۶ کلن علییف له ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا چې پلار یې وفات شوی د قفقاز د دغه لس میلیوني هیواد واکمن دی.
ده د فبروري په پنځمه اعلان وکړ چې د انتخاباتو نیټه د اکتوبر له اوولسمې د اپریل یولسمې ته رامخکې کوي. حکومت هغه مهال وویل چې دا کار د دې لپاره کوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات سره په یوه وخت رانه شي.
د اذربایجان د ولسمشرۍ انتخابات په داسې وخت کې ترسره شول چې د دغه هیواد د پیسو ارزښت د امریکایي ډالر په وړاندې راکښته شوی دی او د اذربایجان اقتصادي وضیعت د حکومت ضد مظاهرو له امله خراب شوی دی