د اتوار پر ورځ د افغانستان او پاکستان پر پوله د کورمې د مالي خېلو او د خوست د ځاځي ميدان قبیلو مشرانو جرګه وکړه.
د ځاځي میدان يو مشر، ملک زاوار مشال راډیو ته وويل، دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د خپلو غاړو د حدودو ټاکلو لپاره به کمېټې جوړوي او د نقشې جوتلو چارې به له ګل ورځې پيلوي.
ملک زاوار زیاتوي، موږ دا فیصله هم وکړه چې په دغه سلسله کې دوي به د راتلونکي اتوار په ورځ له هغوي سره یوځلې بیا ناستې کوي.
تیره اونۍ د کورمې په شرکو کې پر سرحدي پوله د پاکستان او افغانستان د سرحدې عسکرو ترمینځ هله نښته وشوه چې پاکستان پوځ هلته ازغن تار لګولو لپاره تیاریانې کولې. د اتوار ورځې په هغه پیښه کې له دواړو غاړو لسګونو تنانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تردې وروسته هلته ځايي قبایلو د کرښې په دواړو غاړو کې رامینځ ته کېدونکې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د حل کولو کوششونه روان کړي دي.
د شُرکو ملک حسین مشال ریډیو ته وايي، دا له هغوي سره دوایمه جرګه وه چې په کې د سرحدي سونزو ترڅنګ د امنیت او خپل مینځي اعتماد سازۍ لپاره هم خبرې اترې وشوې
د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله په کورمه کې پرازغن تار د لګولو کار شروع کړی چې د مالوماتو ترمخه، تراوسه هلته له شرکو تر لاکې تیږې پورې دغه تار لګېدلې دی او په ځینو ځایونو کې له هم ورباندې کار روان دی.
د پاکستان حکومت د ازغن تار لګولو موخه دا ده چې پر پوله د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي او د نورو ممکنه بریدونو مخنیوي وکړي.
د افغانستان حکومت پر پوله د ازغن تار لګولو د پاکستان د دغې ګام مخالفت کړی دی.