د دوشنبې ورځې په غرمه د جمرود پر خېبر دروازه د تیرا راجګل بې کوره کړل شویو کډوالو تر یوه ساعته د دې لپاره پر احتجاج ول چې خپلو سیمو ته دې یې ستانه کړي، په جنګ جګړو کې کنډکپر شوي کورنه دې ورته ورغول شي او د نورو بې کړه شویو کډوالو غوندې مراعات او اسانتیاوې دې ورکړل شي.
د تیرا راجګل د دغه بې کوره کړل شویو کډوالو د احتجاجي لاریون مشري زینا ګل کوکيخېل او ملک نصیر احمد کوکيخېل کوله. له مشال راډيو سره په خبرو کې دغه مشرانو په ګېله وویل، اووه کاله وړاندې یې خپلې سیمې د وسلوالو ترمنځ د جګړو له وجې پرېښي دي او په جمرود کې د خپلو خپلوالو کره دېره شوي دي.
د دوی په وینا لاهم هغه حقونه ور نه کړل شول لکه د خېبر ایجنسۍ د نورو ولسونو کډوالو ته چې ورکړل شوي دي. دوی هم د نورو کډوالو غوندې د حقونو، په جنګ جګړو کې د خپلو ورانو کورنو د بیا رغولو او خپلو سیمو ته د ستنولو غوښتنې کولې.
په جمرود کې چارواکي وایی مظاهرچیانو تر یوه ساعت پورې د خېبر لویه لار د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړلې وه خو اوس خلاصه کړل شوې ده.
د خېبر انتظامي چارواکي وایي له دې مظاهرچیانو سره یې خبرې اترې شوي دي او د دوی غوښتنې به په قبایلي سیمو کې د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې (ایف ډي اېم اې) ته رسوي او پر غوښتنو به یې غور کوي.
د تیرا راجګل سیمه د افغانستان له ننګرهار ولایت سره لګېدلېده چې په ۲۰۱۲ز کال کې د وسله والو تر ولکې لاندې راغلې وه. هلته له وسلعه والو سره د پاکستانیو ځواکونو د عملیاتو له کبله په زرګونه خلک بې کوره کړل شول چې ډېری یې لاهم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.