د باشعوره افغان ځوانانو یوه ډله د زدکړو لپاره د اسانتیاو د نشتوالي ګله له حکومته نه کوي او تر خپل وسه یې دې کار ته ملا تړلې ده.
دې ځوانانو په جلال اباد کې د مثبت بدلون ټولنې په نوم شپږ کاله وړاندې د خپلو هلو ځلو اغاز کړی چې تر اوسه یې په زرګونو ځوانانو ته زدهکړې او روزنه په وړیا توګه ورکړې دي.
دا ځوانان خپلې وظیفې هم لري خو د خپل وخت څو ساعته په دې مرکز کې په وړیا او رضاکارانه توګه ځوانانو ته ښوونه کوي.
په دې هکله نور تفصیل په لاندینۍ اډیو کې اوریدلی شۍ: