د لاسرسي ځای

تازه خبر

" احسان الله احسان به نه بخښل کېږي او نه خوشې کېږي"


د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان
د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان

د پېښور های کورټ دوه کسیزې جرګګۍ امر کړی چې ریاستي ادارې به نه د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان خوشې کوي او نه به هم هغه بخښي.

دا امر په جسټس قیصر رشید او جسټس اکرام الله خان مشتملې جرګګۍ د چارشنبې په ورځ احسان الله احسان ته د سزا لپاره د وړاندېکړل شوې مقدمې په حتمي پرېکړه کې کړی دی.

د دې مقدمې وړاندې کوونکي او په ارمي پبلیک سکول کې د وژل شوي یوه ماشوم پلار اېډوکېټ فضل خان مشال راډیو ته وویل چې عدالت غوښتنه وکړه چې احسان الله احسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

ده وویل، عدالت هغو ادارو ته پوخ او دایمي امر وکړ چې احسان الله احسان یې له ځان سره ساتلی دی، چې نه به یې خوشی کوي او نه به معافي ورته کوي.

اېډوکېټ فضل خان وویل، تر یوه کال زیات وخت وشو خو حکومتي وکیل بیا هم له عدالته خواست وکړ چې دوی ته دې وخت ورکړل شي چې له احسان الله احسانه خپلې پلټنې مکملې کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د نیول شوي مجرم او په خپله خوښه د ځان سپارونکي مجرم په سزا او مقدمه کې څه فرق وي او که نه؟

د پاکستان پخوانی لوی څارنوال قاضي انور په دې اړه وايي چې دا په دې پورې تړلې ده چې حکومت له وړاندې ورته معافي اعلان کړې وي او که نه؟

قاضي انور وویل، که حکومت تر نیول کېدو یا ځان سپارنې وړاندې ورته معافي منلې وي نو بیا خو به یې خوشی کوي او که داسې نه وي نو بیا به یې راتلونکی عدالت ټاکي.

د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان په پاکستان کې د شويو يوشمېر ترهګرو بریدونو ذمه واري منلې وه چې پکې د ۲۰۱۴ م کال په ډيسمبر مياشت کې د پېښور ارمي پبلیک سکول بريد هم شامل وو.

د پاکستان پوځ د تېر کال د اپرېل پر ۱۷مه اعلان کړی وو چې احسان الله احسان دوی ته ځان سپارلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو غوښتنو کې دا هم شامله کړې ده چې حکومت دې احسان الله احسان عدالت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG