د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي ډېر ژر به شام ته نوی فضايي دفاعي نظام ورکړي


د روس پوځ ویلي چې ډېر ژر به شام ته نوی فضايي دفاعي نظام ورکړي.

دا خبره د روسي پوځ یو لوړپوړي چارواکي جنرال سیرګی رودسکوي د چارشنبې په ورځ کړې ده.

هغه ویلي ، دا ګام ځکه پورته کوي چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د امریکا ، برتانیا او فرانس له خوا په شام کې د کیمیاوي وسلو پر مرکزونو بریدونه شوي وو.

د جنرال سیرګی رودسکوي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د روس مطبوعاتو خبرونه خپاره کړل چې یاد هیواد په دې اړه غور کوي چې خپل ( ایس درې سوه ) نومي د توغندي هغه نظام پر شام خرڅ کړي چې له مځې په هوا کې هدف ویشتلای شي.

د لویدیځ هیوادونو ویلي چې په شام کې یې ځکه هوايي بریدونه کړي چې د دوي په وینا ، د شامحکومت د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو برید شوی چې تر څلوېښت زیات کسان یې وژلي وو.

شام او روس دا خبره رد کړې وه چې ګواکې دا شامي حکومت دا کار کړی وو.

XS
SM
MD
LG