د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پلټنې دې وشي چې سلګونه قبایلي مشران چا ووژل


منظور پښتین
منظور پښتین

منظور پښتین په سمینار کې شریکو خلکو ته وویل ، دوي دا پوښتنه کوي چې کله وسله والو د بنو پر زندان برید وکړ او بیرته روان وو نو چا ورته څه ونه ویل؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین غوښتنه کړی ده چې په سیمه کې کوم قبایلي مشران وژل شوي دي ، باید د وژنو يې پلټنې وشي او ذمه وارو ته زمه وارو کسانو ته یې سزا ورکړل شي.

منظور پښتین دا غوښتنه د شنبې په ورځ په بنو کې د امن پر موضوع جوړ شوي یو سیمینار ته د وینا پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ پرضد د جنګ په نامه عام ولس ته ځاني او مالي تاوانونه رسیدلي دي.

منظور پښتین زیاته کړې چې هغه به د پاکستان د آیین مطابق د وژل شویو پښتنو او ترسره شویو ترهګرو بریدونو پوښتنه کوي.

هغه وویل دا د ولس حق دی چې ورته مالومه شي چې د امنیتي پوستو باوجود ترهګرو خپل بریدونه څنګه ترسره کړل؟

منظور پښتین په سمینار کې شریکو خلکو ته وویل ، دوي دا پوښتنه کوي چې کله وسله والو د بنو پر زندان برید وکړ او بیرته روان وو نو چا ورته څه ونه ویل؟

په سیمینار کې د قبایلي مشرانو او د حقونو د دفاع کوونکیو او ځوانانو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو برخه واخسته.

د یادونې وړ ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د لویو غونډو تر څنګ وړې غونډې هم کوي او ولس ته خپل پېغام رسوي.

یاد غورځنګ د روانې میاشتې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د احتجاجي جلسې اعلان کړی دی چې وارله مخه یې تیارۍ پیل کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې تر اوسه څومرې غونډې کړې دي په هغوي کې تر ټولو زیاته پاملرنه ورک کړل شوو کسانو او له عدالته لرې وژنو ته شوې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د دوي د راټولو کړو مالوماتو له مخې په زرګونه کسان ورل دي چې د دوي په وینا پاکستاني پوځ وړي دي خو هغوی دا یوازې تور بولي.

XS
SM
MD
LG