د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمې راني کورنۍ: په زوره مو روغې جوړې ته مجبوروي


د عاصمه راني کورنۍ کوهاټ کې اوسیږي.
د عاصمه راني کورنۍ کوهاټ کې اوسیږي.

پراګ ـ په داسې حال کې چې د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې د ایبټ اباد د میډیکل کالج د وژلې شوې زده کوونکې عاصمه راني د کیس اورېدنه کېږي، په کوهاټ کې د هغې کورنۍ وايي، پر دوی د مقابل لوري کورنۍ او ملګري د جبري روغې جوړې کولو لپاره فشار اچوي او دوی ځانونه خوندي نه احساسوي.

صفیه راني چې د وژلې شوې محصلې عاصمه راني خور ده، مشال راډیو ته یې د یکشنبې پر ورځ وویل چې د مجاهد اپریدي د کورنۍ او دوستانو لخوا پرې زښته زیات فشار دی او هڅه کېږي چې دوی راضي نامې ته اماده کړل شي. نوموړې زیاته کړه:

((زموږ کور ته چې د روغې جوړې کولو لپاره کوم خلک ځي او راځي، دوی پر موږ زیات فشار راوړي، له خبرو یې ظاهریږي چې که موږ جوړه ونه کړه نو ښې پایلې به ونه وینو.))

صفیه راني وايي، هېڅ ډول فشار به یې کورنۍ پر ځان ونه مني او د انصاف غوښتلو لپاره به خپله مبارزه جاري وساتي.

عاصمه راني د روان کال د جنورۍ په ۲۷ مه نېټه په کوهاټ کې پر ډزو وژل شوې وه. د هغې کورنۍ تور پورې کوي چې د مجاهد اپریدي کورنۍ د هغې رشته غوښته او چې کله دوی انکار وکړ، نو مجاهد اپریدي عاصمه ووژله.

د پاکستان سترې محکمې د عاصمه راني د وژل کېدو نوټس اخېستی وو او د پاکستان پولیس په دې توانیدلي وو چې مجاهد اپریدی په متحده عربي اماراتو کې تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته انتقال کړي.

مجاهدالله اپریدی، د هغه ورور صادق الله اپریدی او یو بل تن چې شاهزیب اپریدی نومیږي او له هیواده په بهروتلو کې یې له مجاهد اپریدي سره مرسته کړې وه، دا مهال په بند کې دي او د ترهګرۍ ضد عدالت کې پرې مقدمه روانه ده. صفیه راني وايي د دوی مقابل لوری زیات اثر ورسوخ لري او دوی د وکیل نیولو پیسې هم په مشکله پیدا کوي.

((موږ یو وکیل نه شو نیولی، او دوی لس لس وکیلان نیولي دي. بل دغو وکیلانو دا کوشش شروع کړی دی چې د مجاهد اپریدي خلاف د ترهګرۍ د تورونو د ختمولو لپاره په سپریم کورټ کې اپیل وکړي. نو موږ وایو چې انصاف دې راسره وشي.))

صفیه راني دا هم وايي چې بله خور یې نزیلت راني چې د کوهاټ د قانون پوهنې د کالج زده کونکې ده، د مجاهد اپریدي د کورنۍ له وېرې له کوره نشي وتلی.

د کوهاټ د پولیسو مشر عباس مجید مروت
د کوهاټ د پولیسو مشر عباس مجید مروت

د صفیه راني د اندېښنو او غوښتنو په اړه مو هڅه وکړه د کوهاټ د پولیسو د مشر عباس مجید مروت نظر راواخلو، خو د زیاتو هڅو باوجود هم بریالي نه شو. خو د کوهاټ د پولیسو یو بل افسر د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل مجاهد اپریدی او دوه نور کسان د عاصمې راني د قتل په تور تورن شوي، دا مهال په زندان کې دي او پرضد یې مقدمه روانه ده. ده وویل، د عاصمې راني کورنۍ ته د حفاظت لپاره پولیس ورکړل شوي چې عدالت ته د تلو پر مهال ورسره موجود وي. ده دا هم وویل چې پر پولیسو هېڅ ډول فشار نشته او نه هم د مجاهد اپریدي خلاف د ترهګرۍ تورونه لرې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG