د افغانستان خوست ولایت په موسا خېلو ولسوالۍ کې ځايي چارواکو، قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډه د یوې جرګې په ترڅ کې د جېنکو تعلیم لازمي/ جبري وګرځاوه.
په دې جرګه کې فېصله شوې چې کومې کورنۍ خپلې خوېندې او لوڼه د تعلیم نه بې برخي کوي هغوي به جرګې ته ۶۰۰۰ افغانۍ جرمانه ورکوي. تمه ده چې دا فېصله به په دغه سېمه کې د جینکو تعلیم ته وده ورکړي.
په دې هکله د روښانه مستقبل غږیزه خپرونه دلته اوریدلی شئ: