پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، که غړي یې خوشي نه شول نو له حکومتي جرګې سره شوي تړون ته به له سره کتنه کوي.
د یاد غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل، که د دوی ملګري تر اختر وړاندې خوشې نه شو نو د دې مانا دا ده چې حکومتي جرګې په خپله کړې لوظنامه ماته کړه
د حکومتي جرګې غړي ملک خان مرجان مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو لګول شوې قانوني دفعې لیرې کړي او ژر تر ژره د هغوی خوشې کېدل باوري کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومتي جرګې ترمنځ د سېشنبې په ورځ هوکړه وشوه چې غورځنګ به د اختر په درېمه د شمالي وزیرستان په رزمک کې اعلان کړې جلسه ځنډوي او حکومتي جرګه به یې په بدل کې نیول شوي غړي خوشې کوي.