لښکرګاه - د افغانستان په هېلمند ولایت کې د لښکرګاه اوسېدونکو د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ لوبه په ګډه وکتله.
د لښکرګاه ګڼ اوسېدونکي، په لومړي ځل، یوه وړوکي لوبغالي ته ورغلي ول او هلته یې پر لویه پرده لوبه ولیده.
په هېلمند ولایت کې د فوټبال لوبه کېږي، خو کرکټ پکې ډېر مینهوال لري.
د فوټبال پایلوبه
د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه د جولای پر ۱۵مه په مسکو کې وشوه چې فرانسې وګټله.
د سیالۍ په لومړۍ نیمايي برخه کې د فرانسې لوبډلې دوه ګولونه وکړل او د کروېشیا هغه یوازې د یوه ګول په کولو وتوانېده.
په دویمه نیمايي برخه کې د فرانسې لوبغاړو دوه نور ګولونه وکړل.
د سیالۍ په وروستیو ۱۵ دقیقو یا منټونو کې کروېشیا یو بل ګول وکړ او بالاخره لوبه فرانسې د دوو په مقابله کې په څلورو ګولونو وګټله.
د پایلوبې لیدو ته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د هغه کروېشیايۍ سیاله کولېندا ګربار کېتارووېچ هم لوژنیکي لوبغالي ته ورغلی ول.
ورسره د کوربه روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم هلته وو.
تر دې مخکې د شنبې یا خالي پر ورځ (د جولای ۱۴مه) د نړیوال جام د درېیم مقام لپاره انګلستان او بېلجییم سره مخامخ ول.
هغه لوبه بېلجییم وګټله.
د فوټبال نړیوال جام هر څلور کاله وروسته کېږي او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ز کال کې به دا سیالۍ په قطر کې وشي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د کرزي په نوم د فوټبال لوبغالي ته ورغلی دی چې بشپړ راپور یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ: