#PakistanElections2018: Radio Mashaal is liveblogging all day long to bring you timely, accurate, objective and neu… https://t.co/rc1KIHGgOI
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
په کوټه کې چاودنه شوې ده.
#PakistanElections2018 An explosion hit #Quetta, southwest #Pakistan. Many are feared dead and injured, officials s… https://t.co/yFmUCBGCGT
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې ځانمرګی برید شوی دی.
چارواکي وايي، پر موټر سایکل سپور بریدګر غوښتل د پولیسو یو ګاډی په نښه کړي.
امنیتي چارواکي وايي، په پېښه کې د پولیسو یو افسر ملک حمید سره د څلورو نورو سرتېرو وژل شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ژوبل دي.
روغتیايي چارواکي وايي، په پېښه کې د ۱۰ ژوبلو کسانو حالت خراب دی.
انتظامي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې د برید پر مهال د کوټې پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه هم په سکول کې وو چې له پېښې روغ وتلی دی.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د ووټ اچولو عمل درولی دی.