- لیکوال/لیکواله ایوب ترین
د کوټې د سېول روغتون چارواکي وايي، په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.
د روغتون ویاند مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې ۳۵ کسان ژوبل دي چې پکې ځېنې یې ماشومان دي.
امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګی برید ۱۱ بجې پر مشرقي بایپاس سړک له سکول سره نېږدې شوی.
دوی وايي، د سکول دننه د ووټ اچولو مرکز جوړ وو او د کوټې پولیس مشر عبدالرزاق چیمه د امنیتي تدابیرو لیدو لپاره ورغلی وو.
چارواکو مشال راډیو ته وویل، کله چې چیمه له مرکزه ووت نو ځانمرګی برید وشو چې پکې نوموړی بچ شو البته یو اېس اېچ او عبدالحمید او شپږ نور پولیسان ووژل شول.
تر پېښې وروسته، د صوبې د روغتیا نګران وزیر فیض کاکړ سېول روغتون ته ورسېد او د ژوبلو د درملنې جاج یې واخیست.
د حملې له کبله، انتخاباتي کمېشن له سیمې څخه خپله عمله وغوښته او انتخاباتي عمل ودرېد.
تر برید دوه ساعته وروسته په سیمه کې انتخاباتي عمل بیا پیل شوی دی.
اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملې ذمه واري منلې.
په کوټه کې په ځانمرګي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي، ۳۵ ژوبل، د پېښې په ځای کې انتخاباتي عمل درېدلی دی… https://t.co/HMUDu6iOTo
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸