په پېښور کې ښځې د ووټونو مرکزونو ته ورغلي او خپلې رایې کاروي. #PakistanElections2018 https://t.co/cBACxHsjSO
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
پر ټولنیزو رسنیو داسې دوه انځورونه خپاره شوي چې پکې د پنجاب په جنګ (جهنګ) او ساهیوال کې دوو ډاکترانو پر نسخو له مریضانو څخه غوښتنه کړې ده چې خپله رایه دې پاکستان تحریک انصاف ته ورکړي.
لاندې ورکړي دوه انځورونه ښيي چې په جنګ کې یوه ډاکتر عمر جمشېد د جولای پر ۲۴مه د یوې نسخې په پای کې لیکلي دي: "سبا [جولای ۲۵] خپل ووټ پاکستان تحریک انصاف ته ورکړئ."
په دویمه نسخه کې چې د جولای پر ۲۱مه لیکل شوې، د پنجاب د ساهیوال یوه ډاکتر ثمر کاظمي هم د پاڼې په پای کې لیکلي چې ووټ تحریک انصاف ته ورکړئ.
پر دواړو نسخو لیکل شوي چې دا ډاکتران په سرکاري روغتونونو کې هم کار کوي.
مشال راډیو د دې پاڼو د کره والي تصدیق نشي کولای.
خلک تر انتخاباتو ۴۸ ساعته مخکې خاصو ګوندونو یا امېدوارانو ته ووټ ورکولو ته هڅول، ناقانونه کار دی او انتخاباتي کمېشن ورباندې بندیز لګولی دی.
د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، د جولای د ۲۴مې د شپې ۱۲ بجو راهیسې کیمپېن درېدلی دی.
د پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو څخه معلومات
صوابۍ: په صوابۍ کې په بېلا بېلو سیمو کې ګڼې ښځې د ووټونو ورکولو لپاره ورغلې دي. هغه کلي چې پکې امېدواران اوسي، هلته د هغوی د کورنیو ښځو د کلي ښځو ته د ووټ ورکولو ویلي. خو په ځېنو کلیو کې د ښځینه ووټرانو شمېر کم دی.
مومند او باجوړ: په مومندو او باجوړو کې هم د ووټ ورکولو بهیر د سهار له اتو بجو پیل شوی او خلک خپله رایه استعمالوي. ځېنې نوماندان له لرې پرتو سیمو څخه خلک په ګاډو کې پولېنګ سټېشنونو ته بیايي. الېکشن کمېشن پر دې کار بندیز لګولی دی.
خیبر: د مشال راډیو خبریال له سهار راهیسې د خیبر بېلا بېلو پولېنګ سټېشنو ته ورغلی او هلته یې د رایې ورکولو عمل لیدلی دی. دی وايي، په ځېنو سیمو کې ګڼې ښځې ووټ ورکولو لپاره ورغلې دي خو بیا په ځېنو سیمو کې د سړیو شمېر زیات دی.
د پښتونخوا او قبایلي سیمو د ووټېنګ په اړه تازه معلومات د مشال راډیو د ژوندي بلاګ په لېنک کې وګورئ:… https://t.co/qez7RwqBf2
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸