RT @Mashaalradio: People in #Islamabad are electing their representatives for National Assembly, lower house of the bicamerla parliament #P…
— RFE/RL Gandhara (@GandharaRFE) ۲۵.۷.۲۰۱۸
RT @Mashaalradio: Millions are voting in #Pakistan to elect members of the national and provincial legislatures. #PakistanElections2018 #El…
— RFE/RL Gandhara (@GandharaRFE) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله طارق اورکزی
په کوزه اورکزیو کې د ځېنو ګوندونو پولېنګ اېجنټانو ګیله کړې ده چې د ووټونو مرکزونو ته د ورننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
دوی مشال راډیو ته وویل، دا ستونزه ورته د جلاکې مېنې د ښځو او د میربک د سړیو په پولېنګ سټېشنونو کې ورپېښه شوې ده.
د پولېنګ اېجنټانو د دې شکایتونو په اړه د سیمې له انتخاباتي چارواکي سره په خبرو و نه توانېدو.
- لیکوال/لیکواله ایوب ترین
د کوټې د سېول روغتون چارواکي وايي، په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.
د روغتون ویاند مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې ۳۵ کسان ژوبل دي چې پکې ځېنې یې ماشومان دي.
د حملې له کبله، انتخاباتي کمېشن له سیمې څخه خپله عمله وغوښته او انتخاباتي عمل ودرېد.
تر برید دوه ساعته وروسته په سیمه کې انتخاباتي عمل بیا پیل شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګی برید ۱۱ بجې پر مشرقي بایپاس سړک له سکول سره نېږدې شوی.
دوی وايي، د سکول دننه د ووټ اچولو مرکز جوړ وو او د کوټې پولیس مشر عبدالرزاق چیمه د امنیتي تدابیرو لیدو لپاره ورغلی وو.
چارواکو مشال راډیو ته وویل، کله چې چیمه له مرکزه ووت نو ځانمرګی برید وشو چې پکې نوموړی بچ شو البته یو اېس اېچ او عبدالحمید او شپږ نور پولیسان ووژل شول.
تر پېښې وروسته، د صوبې د روغتیا نګران وزیر فیض کاکړ سېول روغتون ته ورسېد او د ژوبلو د درملنې جاج یې واخیست.
اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملې ذمه واري منلې.