په شمالي وزیرستان کې د ووټونو ورکولو انځوریز حال
په شمالي وزیرستان کې د ووټ اچولو عمل روان دی. زیاتره ووټران ځوانان دي. د تصویرونو تازه ګیلري وګورئ.… https://t.co/gUkLoPxQhL
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله ګل ایاز
د پاکستان انتخاباتي کمېشن له ویاند سره مرکه
پراګ - د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند وايي، تر درو بجو پورې د انتخاباتي بېقاعدګیو په اړه یې ۴۰۰ شکایتونه تر لاسه کړي دي چې پکې ۸۰ فیصده یې واړه ول.
الطاف احمد مشال راډيو ته وویل، واړه شکایتونه داسې ول لکه په ځېنو ځایونو کې سیاهي نه وه، ځېنو ځایونو کې قلمونه نه ول او په ځېنو ځایونو کې خبریالان د ووټ مرکزونو ته نه ول پرېښوول شوي چې انتخاباتي کمېشن یې نوټس واخیست.
نوموړي وویل، د پاکستان چیف الېکشن کمېشنر د کوټې د ځانمرګي برید غندنه کړې او روغتیايي چارواکو ته یې امر کړی چې د ژوبلو شویو دې سمه درملنه وکړي.
ده وویل، څارونکي او خلک وايي چې ټاکنیز بهیر د اطمینان وړ دی.
د الطاف احمد پوره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن: خلک له ټاکنیز بهیره مطمین دي #PakistanElections2018 https://t.co/GBpK4vSDJr
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸