پاکستان تحريک انصاف د حکومت جوړړونې لپاره د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) ګوند سره يوې شپږ نقاطې معاهدې ته رسېدلې دي. پرون په کوټه کې د تحريک انصاف مرستيال مشر، شاه محمود قريشي خبريالانو ته وويل چې دا معاهده غوښتنه کوي چې د دوی حکومت د غېب کړل شوو کسانو موندلو لپاره په پوره ژمنتيا کار وکړي.
همداراز د ترهګرۍ پر ضد د عمل قامي پلان بايد سم عملي شي، د طبيعي زېرمو ويش بايد په انصاف ولاړ وي، بلوچستان کې بايد ډېمونه جوړ شي، د وفاقي دندو په برخه کې بايد د بلوچستان شپږ فېصده کوټه وساتل شي او له دې صوبې څخه بايد ټول افغان کډوال په احترام خپل وطن ته ستانه کړل شي.
د دې کارونو په بدل کې به قامي اسمبلۍ کې د اختر مينګل په مشرۍ، د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) څلور غړي خپله رايه د وزيراعظم چوکۍ لپاره د تحريک انصاف نوماند يا نامزد، عمران خان ته ورکوي.