د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخارحسین ته د مرګ ګواښونه شوي


میا افتخارحسین وايي، حکومت ورته ویلي، ترهګرو یې د مرګ پلانونه جوړ کړي
میا افتخارحسین وايي، حکومت ورته ویلي، ترهګرو یې د مرګ پلانونه جوړ کړي

پراګ ـ د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکېرټري ميا افتخار حسين وايي چې د پاکستان ترهګرۍ مخنيوي ادارې (نېکټا) ورته د خبرداري ليک لېږلی چې پکې ويل شوي، تحريک طالبان پاکستان د هغه د وژلو پلان جوړ کړی دی.

نوموړي د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې خط يې یوه ورځ وړاندې ترلاسه کړی او تردې يوه اوونۍ وړاندې هم دغې ادارې ورته د خبرداري يو بل خط لېږلی وو.

عبدالحي کاکړ له نوموړي سره مرکه کړې او په سر کې يې هغه ته د حکومتي ادارې نېکټا له خوا د ورلېږل شوي خط تفصيل پوښتلی.

عوامې نېشنل ګوند له ۲۰۰۸مه تر ۲۰۱۳ م کال پورې په خېبر پښتونخوا کې حکومت کړی وو چې ميا افتخار حسين يې د اطلاعاتو وزير وو.

نوموړي به د ترهګرۍ د هرې پېښې ځای ته سمدستي ځان رسولو او د وسله والو او ترهګرۍ پرضد به يې له رسنيو سره خبرې کولې.

د هغه ځوان زوی ميا راشدحسين د ۲۰۱۰ کال جولای په میاشت کې په پبو کې وژل شوی وو چې بيا يې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان و منله.

ميا افتخار حسين د تازه دړکو په اړه له مشال راډیو سره مرکه کړې چې لاندې يې اورېدئ شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG