د ایران پلوې لبنانۍ ملېشې حزب الله مشر سید حسن نصرالله ویلي چې ډله یې تر پخوا ډېره پیاوړې شوې ده.
سید حسن نصرالله دا خبره د سه شنبې په ورځ په بېروت کې پر ټېلیویژن په خپره کړې یو ویډیويي وینا کې کړې ده.
نوموړي ویلي د امریکا پر بندیزونو سربېره به ډېر ژر د شام په جګړه کې د بریا جشن ولمانځي.
حزب الله ملېشه په شام کې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ کې جګړه کوي.
د شام په جګړه کې تر څلور لکه زیات کسان وژل شوي دي.