د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خاکروبان تنخاګانې غواړي


د کورمې په پاړه چینار کې خاکروبان غوښتنه
د کورمې په پاړه چینار کې خاکروبان غوښتنه

د کورمې په پاړه چینار کې خاکروبان غوښتنه کوي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې بیابیا تنخاګانې ځنډول کېږي چې له کبله یې کورنۍ ژوند له کړاونو او ستونزو سره مخامخ دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې یوه خاکروب سني مسیح وویل هرکله چې په کورمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري بنده شي نو سمدستي د دوی تنخاګانې هم ورسره بندې شي. د نوموړي په وینا د تېرې نهې په ورځ یې د پاړه چینار پرېس کلب مخې ته نارینه او ښځینه خاکروبان ځکه په احتجاج راوتي ول چې سرکار یې غږ واوري.

دغه ټول خاکروبان د پاړه چنار ميونسپل کمېټۍ ملازمين دي چې شمېره یې ۷۳ تنه جوړېږي. په دغو کې يوه ۴۰ کلنه ياسمين جاوېد هم ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې هغې وويل چې کونډه ده او بې له دې تنخا بله هېڅ اسره نه لري.

(اووه اته کاله مې د نوکرۍ وشول، کچه نوکري مې ده، ۱۱ زره تنخاا راکوي، د څلورو پنځو کالو بقایاجات مې حکومت ته پاته دي دا اوس بیا مې تنخوا بنده شوې ده. کله د يوې مياشتې تنخا راکړي کله بیا درې څلور مياشتې بنده وي، چې کله د مياشتې لومړۍ نېټه راشي نو خوشاله يو چې يو اميد خو مو وي خو چې تنخا اخیستو له ولاړه شم نو بې عزتي مې وشي وايي ځه نه شته تنخا.)

نه يوازې د اوسنيو خاکروبانو تنخاګانې نه ورکول کېږي بلکې د کورناستو (ريټايرډ) هغو پنشن هم بند دی. ۶۰ کلنه لاجونتي ارګان وايي په کلونو کلونو کې یې د پاړه چنار چوپړ وواهه خو او اوس ورته پنشن هم نه ملاوېږي.

(ډېره تنګه شوې يم، نه تنخوا ګانې شته او نه پنشن راکوي دا دوهمه مياشت شوه چې زما پنشن بند دی. زه اوس ريټايرډ شوې يم، نه مې نوکري شته نه مې پنشن شته، هغه پخوا چې کله په کورمه کې فرقه ايزه نښتې وې نو زما د پنشن يو لک روپۍ ورته بقایه دي زما واړه واړه بچي دي د هغوی خسمانه راته لويه ستونزه ده.)

خو د پاړه چنار ميونسیپل کمېټۍ مشر تنزيل حسین وايي چې هره مياشت ورته ته د تنخوا ګانو په مد کې د ۴۸ لکو روپو ضرورت وي او دغه ټولې پیسې له افغانستان سره د تجارت له وجې د محصولاتو په مد کې راغونډېږي.

(زموږ د کمېټۍ ټول امدن له محصولاتو دی، خو اوس په ټول پاکستان کې محصول اخیستل بند شوی دی، بله دا چې د جي ايس ټي (سیلز ټيکس) نه چې کومه برخه کميټيو ته ورکول کېږي. موږ ته ځکه نه ملاوېږي، چې موږ لا د خيبر بښتونخوا سره ضم شوي نه يو او له دوی سره زموږ دا لوظنامه شوې وه چې کله له افغانستان سره د تجارت لپاره پوله بنده وي نو تنخا به نه وي او چې کله کولاو شي نو تنخا به ورکوو. اوس پوله کولاو ده خو موږ ته په ټېکه کې د درېوو کروړو روپیو نقصان وشو ځکه مو تنخاګانې نه دي ورکړي.))

تنزيل حسین وايي چې اوس يوازنۍ هيله دا ده چې کله کورمه ضلع له خيبر پښتونخوا سره ضم شي او کلنۍ ونډه پیسې ورته ملاو شي نو بیا به دوی له تنخاګانې او پنشن ورکوي.

XS
SM
MD
LG