د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د کانګرس انتخاباتو ته د پام وړ شمېر ښځې ولاړې دي


د امریکا کانګرس.
د امریکا کانګرس.

د امريکا د استازو مجلس ۴۳۵ او همداراز د سينټ ۳۵ څوکيو ته چې ټاکل شوې انتخابات يې د راتلونکې نومبر مياشتې پر شپږمه وشي، يو زيات شمېر ښځې د نوماندانو په توګه ميدان ته راوتلې دي.

د ۳۳ ايالتونو د ګورنرانو څوکيو او د ايالتونو د اسمبليو انتخاباتو ته هم ښځې ولاړې دي.

د نيو جرسي ايالت په روټګرز پوهنتون کې د (امريکايي ښځې او سياست) مرکز څېړنې ښيي چې د استازو په جرګه کې د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره ۲۳۹ او د سېنېټ د هغې لپاره ۲۳ ښځينه کانديدانې مخ ته راغلې دي.

که څه هم راتلونکو انتخاباتو ته د ښځينه غړيو د نوماندۍ رجحان د امريکا په دواړو سياسي ګوندونو کې زيات دی، د ډيموکريټېک ګوند د ښځينه کانديدانو شمېر د رېپبلېکن د هغو په مقابل کې سېوا دی.

د روټګرز پوهنتون د ياد مرکز يوې مشرې جين سېنزداک ويلي، په ريښتيا چې سږ کال د تېر بل هر کال پرتله يو زيات شمېر ښځې په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د نوموړې د معلوماتو تر مخه، د امريکا په ۴۶ ايالتونو کې چې راتلونکې نومبر مياشت انتخابات پکې کېږي ۳۳۸۱ ښځې ميدان ته راوتلې دي.

سېنزداک زياته کړې، يو زيات شمېر ښځو بيا د انتخاباتو په کمپاين کې د برخې اخېستو لپاره هم ځانونه راجسټر کړي دي.

د رېيبلېکن ګوند ښځينه غړې بيا د انتخباتو لپاره له خلکو د چندې ټولولو په چارو کې مخکې مخکې دي.

د پيو ريسرچ سنټر په نوم د يوې څېړنېزې ادارې د يوې نظر پوښتنې پايلې ښيي چې اکثريت امريکايي وګړي خوښ دي چې حکومتي څوکۍ د ښځو لاسو ته ورشي.

د نيو جرسي ايالت د پوهنتون استاده جين سېنزداک په دې اند ده چې په وروستيو کې په امريکا کې د (زه هم) په نوم د ښځو يو تحريک زياتې ښځې وهڅولې چې په سياست کې برخه واخلي.

د دې تحريک په ترڅ کې نومياليو اداکارو ښځو او نورو عامو هغو د امريکا او د نړۍ له خلکو سره هغه کيسې شريکې کړې چې ښيي، دوی څه رنګه د کار په ځايونو کې د سړيو له لاسه د جنسي ځورونې پېښو ښکار شوې.

سېنزداک زياته کړې، په انتخاباتو کې د زياتو امريکايي ښځو د دلچسپۍ يو بل لامل ښايي د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې هغه لانجمنه پرېکړه وي چې په ترڅ کې به يې د هغه هېواد خاورې ته په غير قانوني توګه داخل شوي کسان له خپلو اولادونو سره يو ځای کېدو ته پرېنښودل شي.

XS
SM
MD
LG