د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جرمني ګرفتار ایرانی سفارتکار عدالت ته وړاندې کېږي


د جرمي او ایران بیرق.
د جرمي او ایران بیرق.

امنیتي چارواکي وایي، هغه ایراني سفارتکار چې په فرانس کې په جلاوطنو ایرانیانو د مبینه حملې د پلان جوړولو مشر وو له جرمني څخه بلجیم ته لېږل شوی دی.

د اې ایف پي تر مخه ۴۶ کلن دغه سفارتکار چې د اسد الله اسدي په نوم یې پېژندګلو شوی په اسټریا کې یې کار کاوو او تېرې جولای په لومړی نېټه د جرمني په بواریا سیمه کې نیول شوی وو.

د پولیسو او نورو عدالتي چارواکو ترمخه هغه د عدالت د یوې فېصلې ترمخه د اکتوبر پر نهمه بلجیم ته ولېږل شو.

په برسلز کې د سرکاري وکیل د دفتر ترمخه نوموړی به د اکتوبر پر ۱۰مه په بلجیم کې عدالت ته وړاندې کېږي.

تېره اونۍ فرانس ویلي وو، دوی د اسدي اساسې د شپږو میاشتو لپاره منجمدې کړې دي.

په اسدي تور دی چې ۵۰۰ ګرامه چاودونکي توکي یې په بلجیم کې یوې ښځې او خاوند ته ورکړي وو، چې د یوې ترهګرې حملې د مبینه پلان په جوړولو کې به یې استمالول.

د دغه مبینه حملې هدف په پېرس کې د جون د ۳۰مې نېټې هغه لاریو وو چې د ایراني حکومت خلاف راوتلی ول او پکې شاوخوا ۲۵۰۰۰ ایرانیانو برخه لرله.

په دغه لاریون کې د امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وکیل د نیویارک پخواني ښاروال او د ولسمشر ټرمپ ځینو نورو اتحادیانو هم ګډون کړی وو.

د بلجیم د پولیسو خصوصي څانګې دغه ښځه او ځاوند په برسلز کې د حملې د ترسره کولو وړاندې په خپل موټر کې ونیول. او د جرمن پولیسو ایراني سفارتکار د دغې په سبا په جرمني کې ګرفتاره کړ.

XS
SM
MD
LG