چارواکي وايي د اکتوبر پر ۱۹مه د جنوبي وزير ستان په سرا روغه تحصيل کې د پاکستان دوه سر تيري وژل شوي دي.
يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرطمشال راډيو ته وویل چې دا سر تيري په ولمه لنګر خيل کې هغه مهال ووژل شول چې د خپلې مورچې نه د څښلو د اوبو لپاره وتي وو.
چارواکو د دې وژل شوو سر تيرو شناخت د لانس نايک ممتاز الله او سپاهي ساجد حسین په نامه کړي دی.
وسله والو طالبانو د دې بريد زمه واري پر غاړه اخستې ده.