د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي د پاکستان مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالر ږدي


د سعودي عرب ځایناستی شهزاده محمد بن سلمان له پاکستاني وزیر اعظم سره ولیدل. ۲۳ز اکتوبر ۲۰۱۸
د سعودي عرب ځایناستی شهزاده محمد بن سلمان له پاکستاني وزیر اعظم سره ولیدل. ۲۳ز اکتوبر ۲۰۱۸

سعودي عرب هوکړه کړې چې له اقتصادي کړکېچه د راوتو لپاره به د پاکستان په مرکزي بانک کې درې بیلیونه ډالره ږدي او پر دې هم رضا ښودلې چې پاکستان ته د درېوو کلونو لپاره د درې بیلیونه ډالرو تېل ورکړي او پیسې ترې بیا وروستو واخلي.

د پاکستان نوي حکومت له وړاندې د پیسو نړیوال صندوقه مالي مرسته غوښتې.

په جوهري وسلو سمبال پاکستان له خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دی او د درامداتو او برامداتو ترمینځ یې واټن لا پسې غځېدلی دی.

جرمن خبري اژانس سره د وینا په وخت د پاکستان خزانې پخواني وزیر شوکت ترین ویلي، کېدای شي د سعودي عرب مالیاتي پېکېج د پاکستان پر اقتصاد شته فشار راکم کړي.

بل خوا رویټرز خبري اژانس د پاکستان خزانې وزارت له خوا لیکلي چې سعودي عرب له پاکستان سره د ۶ بیلیونه ډالره مرسته کوي. د ورځپاڼې په خبره اسلام اباد د پیسو نړیوال صندوق څخه د مرستو اخیستو لپاره تیاری نیسي او د نومبر په میاشت کې به په دغه اړه د ای اېم اېف له چارواکیو سره خبرو ته کښېي.

د وزارت ویاند نور احمد خبري اژانس ته ویلي، دغه مذاکرات به د نومبر د میاشتې په پای کې ترسره کېږي.

وزیراعظم عمران خان له نورو ملګرو هېوادونو هم د مرستو اخیستو په لټه کې دی اوتمه ده چې د نومبر میاشتې په لومړیو ورځو کې چین ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG