د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولټن: امریکا پر ایرانیو تېلو تکیه دار خپل دوستان زیانمنول نه غواړي


د امریکا ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، سپینه ماڼۍ پر ایراني اقتصاد د فشار اچولو لپاره د دغه هیواد د تېلو پر سېکټر بندیزونه لګوي خو له دې یې موخه دا نه ده چې د ایران پر تېلو تکیه کوونکي ملګري او اتحادي هېوادونه زیانمن کړي.

بولټن د اکتوبر په ۳۱مه په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال دغه څرګندونې وکړې. ښايي دا به د سپینې ماڼۍ د هغه حکم د نرمولو لور ته اشاره وه چې ویلي یې وو، ټول هیوادونه دې له ایرانه تېل اخېستل ودروي.

وروسته له هغې چې امریکا د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال له جوهري تړونه ووته، د نومبر له پنځمې نېټې راهېسې پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو لړۍ پیلول غواړي.

خو واشنګټن دا هم په پام کې لري چې د خپلو ځینو ملګریو او اتحادي هیوادونو په غوښتنه د بندیزونو له دې نړۍ ځینې هېوادونه مبرا وساتي. په دغو هېوادونو کې ترکیه او هند شامل دي. تر څنګ یې جنوبي کوریا عراق او افغانستان هم د خپلو تېلو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره پر ایران تکیه کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG