د سعودي عرب حکومتي رسنیو خبر ورکړی دی چې محمد بن سلمان د نومبر پر پنځه نېټه د دې بټۍ پرانیسه کړې ده.
د سعودي عرب د چارواکو په وینا ، دا د هغو ۱۶ بټیو لومړۍ یوه ده چې دوي به یې په راتلونکو ۲۰ کالو کې د ۸۰ اربه ډالرو په لګښت جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب روایتي حریف ایران ایټمي انرژۍ ته د ودې ورکولو چارې جاري ساتلې دي.
سعودي عرب وايي ، د دې بټیو هدف یې دا دی چې د انرژۍ لپاره یوازې پر تېلو او ګېسو تکیه ونکړي بلکې متبادل یې ولټوي.
د سعودي عرب د ایټمي پلانونو له کبله په لویدیځ کې په دې اړه اندېښنې راپورته شوې دي چې له دې سره به د سعودي او ایران ترمنځ ممکنه ایټمي سیالي رامنځ ته شي.
خو د ایران په څېر سعودي عرب هم پر دې ټینګار کوي چې هدف یې یوازې د پرامن ایټمي ټیکنالوژیو ترلاسه کول دي.
خو محمد بن سلمان د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې ویلي وو چې که ایران ایټمي وسلې جوړې کړې نو دوي به یې هم ترلاسه کوي.
امریکا له هغه وخته د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې له شوي ایټمي تړونه وتلې ده.
خو ایران وايي ، دوي به تر هغه وخته دې تړون ته درناوی وساتي ترڅو چې د لرې شوو نړیوالو بندیزونو په صورت کې ورته اقتصادي ګټه رسېږي.
ایرانیو چارواکو په عین حال کې دا دهړکې هم کړې دي چې که امریکا د دوي د اقتصاد په نښه کولو لپاره ورباندې بندیزونه ولګول نو دوي به هم له دې تړون څخه ووځي.
د امریکا له خوا پر ایران لګول شوي بندیزونه د نومبر له پنځمي په پوره توګه عملي شوي دي کوم چې به له ټولې نړۍ سره د ایران د تجارت ګټې وځپي.
سعودي عرب د ایران د ایټمي پروګرام په اړه ژورې اندېښنې ښودلې وې او د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا ګام یې ستایلی وو چې له ایران سره له شوي ایټمي تړونه ووځي او بندیزونه بیرته پرې ولګوي.
رپوټ لیکي چې د امریکا د بندیزونو هدف دا دی چې ایران پر ایټمي تړون له سره خبرو اترو ته اړ کړي او هم داسې یې د شام او یمن په جګړه کې له ښکېلتیا وګرځوي.
د شام او یمن په جګړه کې ایران له یوې غاړې سره او سعودي عرب له بلې غاړې سره ولاړ دي.