د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیه بي بي غواړي جرمني ته ولاړه شي: وکیل


د اسیې بي بي د خوشې کولو عدالتي پرېکړې په پاکستان کې مظاهرې وپارولې
د اسیې بي بي د خوشې کولو عدالتي پرېکړې په پاکستان کې مظاهرې وپارولې

پراګ - د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي وکیل وايي، نوموړې غواړي چې هېواد پرېږدي او جرمني ته ولاړه شي. د نومبر پر ۱۱مه، د جرمني له بېلډ ام زونټاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې سیف الملوک وویل، اسیه بي بي که له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې واوسېدای شي نو خوشاله به شي.

جرمني د اروپا له هغو هېوادونو څخه یو دی چې ویلي یې دي چې د بي بي او د هغې کورنۍ ته د پناه ورکولو ته تیار دي.

د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۳۱مه د اسیې بي بي د قضیې فیصله وکړه او ویې ویل چې پر هغې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي تور ثبوت نشته نو حکومت دې نوموړې سمدستي خوشې کړي.

د سپریم کورټ دې فیصلې په هېواد کې د مذهبي ډلو مظاهرې وپارولې چې پکې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او د خلکو شتمنیو او مالونو ته تاوان واوښت.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت له تحریک لبیک ډلې سره یوه موافقه وکړه چې پکې راغلي چې حکومت به تر هغو اسیه بي بي هېواد پرېښودو ته نه پرېږدي چې د هغې په اړه د عدالتي پرېکړې بیاکتنه نه وي بشپړه شوې.

د اسیې بي بي وکیل سیف الملوک اوس په هالینډ کې دی
د اسیې بي بي وکیل سیف الملوک اوس په هالینډ کې دی

تر دې مخکې، د مظاهرو په غبرګون کې وزیراعظم عمران خان د سپریم کورټ د فیصلې دفاع کړې وه او ولس ته یې په وینا کې ویلي ول چې هېڅوک به له دولت یا ریاست سره ټکر ته نه پرېږدي.

هلته د بي بي مېړه عاشق مسیح له اېټالوي حکومته هم د پناه غوښتنه کړې. روم وايي، پر دې موضوع یې له اسلام اباد سره مشورې پیل کړې دي.

نوموړي وار له مخه له کاناډا، ځېنو اروپايي هېوادونو او له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د هغه کورنۍ ته د پناه ورکولو غوښتنه کړې.

مسیح وايي، د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته یې په پاکستان کې د کورنۍ ژوند ته ګواښونه زیات شوي.

پر اسیې بي بي په ۲۰۰۹ز کال کې په پټیو کې د کار پر مهال درو ښځو د اسلام د پیغمبر سپکاوي تور پورې کړ او دا معامله یې د پنجاب د شیخوپورې یوه خطیب ته یوړه. هغه پولیس خبر کړل او بیا په ۲۰۱۰ز کال کې یوه عدالت اسیې بي بي ته د مرګ سزا واوروله.

نوموړې د عدالتي فیصلې پر ضد د لاهور های کورټ ته درخواست وکړ. خو په ۲۰۱۴ز کال کې های کورټ هم د هغې د مرګ سزا فیصله برقراره وساتله.

بي بي له هغې ورځې راهیسې د مرګ په خونه کې بندي وه او سپریم کورټ ته یې غوښتنلیک ورکړی وو. سپریم کورټ د هغې درخواست په ۲۰۱۵ز کال کې ومانه او د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ هغه بې ګناه وبلله.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ تر فیصلې او مظاهرو وروسته د نومبر پر اوومه نوموړې د ملتان له زندانه یوه خوندي ځای ته انتقال کړه.

د نوموړې وکیل سیف الملوک د ګواښونو له کبله هالینډ ته ولاړ.

د پاکستان د مجازاتو له قانون سره سم، که پر یو کس د مذهب یا د پیغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو د عمر قید یا مرګ له سزا سره مخامخېدای شي.

د نومبر پر اتمه جمیعت علمای اسلام ګوند په کراچۍ کې احتجاجي غونډه وکړه
د نومبر پر اتمه جمیعت علمای اسلام ګوند په کراچۍ کې احتجاجي غونډه وکړه

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا کمېشن په ۲۰۱۸ز کال کې په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې لږ تر لږه ۴۰ کسان د مذهب سپکاوي په تور د عمر قید یا مرګ په سزا محکوم او بندیان دي.

په لاهور کې د ټولنیز عدالت مرکز وايي، له ۱۹۸۷ز کاله تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۱۴۷۲ کسان د مذهب سپکاوي په تور، تورن شوي دي.

د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون مخالفان وايي، دا قانون اکثر د خپلمنځي شخړو او په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو پر ضد په ناسم ډول کارېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن، د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) او یو شمېر نورو ټولنو، ادارو او سیاستوالانو په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي چې دا قانون دې یا ختم کړي او یا دې پکې داسې بدلون وکړي چې ناسم استعمال یې ودرېږي.

خو په پاکستان کې مذهبي ډلې او ګوندونه وايي، په دې قانون کې هېڅ بدلون نه مني.

XS
SM
MD
LG