د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکیو کډوالو بهیر تر درېوو میاشتو ځنډولی دی.
د پاکستان راډيو ترمخه د بیا ستنیدنې لړۍ د ژمي د یخنۍ له وجې د مارچ تر میاشتې ځنډول شوې ده.
د یو اېن اېچ سي ار ویاند ویلي دي د سږني کال د فرورۍ تر ۲۸ مې په پاکستان او افغانستان کې د دوی دفترونه تړل شوي وي او په دې موده کې افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو ته به نغده مالي مرسته نه ورکول کیږي.