د لاسرسي ځای

تازه خبر

طاهر خان داوړ څوک وو؟


د نومبر پر شپږمه نېټه د طاهر دواړ لور د هغه تصویر نیولی او د خپل پلار د خوشې کولو غوښتنه یې کوله
د نومبر پر شپږمه نېټه د طاهر دواړ لور د هغه تصویر نیولی او د خپل پلار د خوشې کولو غوښتنه یې کوله

د پېښور پولیسو اییس پي طاهر داوړ د شمالي وزیرستان میرلي خدۍ سیمې استوګن و، هغه د ۱۹۶۸ ز کال د دسمبر پر څلورمه په همدې سیمه کې زیږېدلی و. په ۱۹۸۹ کې یې بې اې یانې ۱۴م ټولګی وویلو.

هغه په ۱۹۹۵ کې په پولیسو کې شامل شو. له دې سره سره یې زده کړو ته هم دوام ورکړ او په ۱۹۹۷ ز کال یې په پښتو مضمون کې ماسټري وکړه. هغه په پولیسو کې د ښه خدمت په برکت په ۱۹۹۸ کې د بنو ټاون شپ ایس ایچ او شو.

په ۲۰۰۹ کې طاهر داوړ د اېف ای اې پېښور اسیسټنټ ډایرېکټر شو او پر دغه څوکۍ یې تر درېوو کلونو کار وکړ. په ۲۰۱۱ ز کال کې د ښه خدمت په لړ کې هغه ته ''قایداعظم پولیس میډال'' ورکړل شو.

په ۲۰۱۴ کال کې طاهر داوړ نوره ترقي هم وکړه او د پولیسو ډي اېس پي شو. دوې میاشتې مخکې هغه د پېښور پولیسو اېس پي (سپرنټنډنټ اف پوليس) شو او تر ورکېدو یې دغه دنده ترسره کوله.

د دندې په اوږدو کې پر طاهر داوړ څو ځلې بریدونه وشول. په یوه برید کې ژوبل شوی هم وو. په ۲۰۰۸ ز کال کې له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی وو.

طاهر داوړ په ۲۰۰۳ ز کال د روسیې په پلازمېنه ماسکو کې د ملګرو ملتونو د یو مشن پر مهال یو کال تېر کړی وو. د ملګرو ملتونو په یو بل مشن کې نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان پولیسو د استازي په توګه سوډان ته تللی وو.

هغه په اېف ای اې کې د کار پر مهال اسټرالیا او رومانیا ته تللی وو.

نوموړی د اکتوبر په ۲۷ له اسلام اباده وتښتول شو او د نومبر په ۱۳ مه د هغه د مرګ خبر خور شو.

طاهر داوړ د دوو زامنو او پنځه لوڼو پلار وو. تر ټولو کشر بچی یې پنځه کلنه فاطمه ده.

د نوموړي یو ورور څو میاشتې مخکې په اسلام اباد کې وژل شوی و، د هغه د پاتې شویو ۱۳ بچو پالنه هم د طاهر داوړ پر غاړه وه.

طاهر داوړ د وژنې په اړه په رسنیو کې هم بحث روان دی، د دې ترڅنګ په سیمه کې هغه د سولې د یوه اتل په توګه مشهور وو.

نوموړي شاعري هم کوله، پر ټولنیزه مېډیا ښودل کېږي چې د پښتو یو وتلی سندرغاړی کرن خان په یوه شخصي محفل کې چې خپل طاهر داوړ یې تر څنګ ناست دی د ده شعرونه ورته زمزمه کوي.

د هغه یوه غزل

ځان مې وران شو، کور مې وران شو، لښکر وران شو

کور مې وران شو، در مې وران شو، ګودر وران شو

د سهر بلل رنګینې نغمې پرېښوې

ماښام وران شو ګلورین ماځیګر وران شو

هرې خوا ته دې ویرونه ژړاګانې

په څپېړو مې د پېغلو ځیګر وران شو

زه طاهر داوړ ګناه نه خبر نه شوم

سر مې وران شو، سر دپاسه مې سر وران شو

XS
SM
MD
LG