کوټه ـ چارواکي وايي، د نومبر ۱۸مې پر ماښام د فرنټیر کور ځواکونو پر یوې قافلې بمي برید شوی چې پکې لږ تر لږه درې سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.
دا پېښه له کوټې شمال ختیځ لوري ته په ۶۰ کیلومېټرۍ کې پرتې سیمې مارګټ کې شوې.
چارواکو مشال راډیو ته وویل، بم د سرک پر غاړه ښخ وو چې د اېف سي ځواکونو لارۍ پرې برابره شوې.
په پېښه کې ژوبل د کوټې روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
چارواکي دا هم وايي چې نور سرتېري د پېښې ځای ته استول شوي، د مشکوکو کسانو پلټنه روانه ده.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو یوه ورځ وړاندې، د نومبر ۱۷مې پر ماخوستن، په همدې ښار کې د پولیسو یو پخوانی لوړ رتبه افسر نعیم کاکړ وویشت او د وژنې مسولیت یې تحریک طالبان پاکستان قبول کړ.
په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو او کلیوالو سیمو کې تر دې وړاندې هم پر امنیتي ځواکونو ورته بریدونه ترسره شوي چې پکې دوی ته مرګ ژوبلې هم اوړېدلې دي.