د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي له افغانستان سره د اړيکو سمولو هڅې کوي. نوموړي د نومبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له
افغانستان سره پر پوله د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره پر پوله اغزن تار لګوي.
"پر موږ امريکا تورونه ولګول چې په افغانستان کې د وسله والو پرضد له دې کبله بريا نشو تر لاسه کولای چې له پاکستانه ورته وسلوال ورځي نو اوس موږ پر ټوله پاک/افغان پوله اغزن تار لګوو"
امریکا پر پاکستان تور پورې کوي چې هغو وسله والو ته يې پټن ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې د امريکايي او افغان ځواکونو پرضد جنګيږي خو پاکستان بيا دا تورونه ردوي.