د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا پخوانی ولسمشر جارج بش د ۹۴ کلونو په عمر کې مړ شو


د امريکا پخوانی ولسمشر جارج هاربرټ واکر بش
د امريکا پخوانی ولسمشر جارج هاربرټ واکر بش

د امريکا پخوانی ولسمشر جارج هاربرټ واکر بش د ۹۴ کلونو په عمر کې مړ شوی دی. د بش د کورنۍ وياند په يو بيان کې وايي چې نوموړی د نومبر پر ۳۰مه مړ شو. جارج بش چې د امريکا ۴۱ م ولسمشر وو د ۱۹۸۹ م کال څخه تر ۱۹۹۳ م کال پورې د امريکا ولسمشر و. ورسته د ده زوی جارج ډبليو بش هم د امريکا ولسمشر وټاکل شو.

لا هم په سمدستي توګه د نوموړي د مړينې د علت په اړه څه نه دې ويل شوي.

ده پرون د امريکا پر وخت د شپې پر لسو بجو او لسو دقيقو ساه ورکړه. جارج اېچ ډبليو بش په ٢٠١٢ م کال کې اعلان کړى و چې د اندامونو د رېږد يا پارکينسون په ناروغۍ اخته دى. دا هغه صحي ستونزه ده چې د ناروغ شخص حرکات محدودېږي يا خپل حرکات نه شي کنټرولولاى.

د جارج بش ژوند ته کتنه:

جارج هاربرټ والکر بش د ۱۹۸۹م کال د جنوري پر ۲۰مه د امريکا د ۴۱م ولسمشر په حيث سوګند پورته کړ. د هغه په واکمنۍ کې دوې لويې پيښې رامنځ ته شوې.

لومړی پر کويت د هغه وخت د عراقي ولسمشر صدام حسين قبضه او دويم په ټيکسونو کې د اضافې نه کولو ژمنه شامله وه، چې نوموړي پوره نه کړه.

د جارج بش په وخت کې چې کله سړه جګړه په ختمېدو وه او د شوروي اتحاد کميونيزيم په کمزورېدو و، نو د نوموړي پوځي او سفارتي اقداماتو امريکا په نړۍ کې د يو لوی قدرت په توګه رامنځ ته کړه.

د جارج بش ژوند ته کتنه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

په ۱۹۹۱م کال کې د عراق ولسمشر صدام حسين پر ګاونډې هېواد کويت قبضه وکړه. په هغه وخت کې ولسمشر جارج بش د خپلو اتحاديانو په مرسته د عراق پرضد پوځي عمليات پيل کړل. په کويت کې تر کاميابي پوځي کاروايي وروسته جارج بش د هغه هېواد سفر وکړ.

جارج بش د شوروي اتحاد اخري ولسمشر ميخايل ګورباچوف سره هم ليدلي و.

جارج بش دوه ځله د سېنېټ په انتخاباتو کې ماتې خوړولې وه خو په ريپبلکن ګوند کې يې ډير مهم کردار و. په ۱۹۷۱م کال کې ولسمشر رچرډ نيکسن، جارج بش د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفير ټاکلی و.

تر دي وروسته هغه د ريپبلکن ګوند مشر وټاکل شو. په ۱۹۷۴م کال کې ولسمشر جيرالډ فورډ، بش د چين لپاره سفير او وروسته د استخباراتي ادارې سي ای اې د مشر په توګه ټاکلی و.

جارج بش د ولسمشرۍ لپاره په دويم وار انتخاباتو کې ماتې خوړلې وه.

نوموړي ته په ۲۰۱۱ م کال کې په سپيني ماڼې کې د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما د هېواد تر ټولو لويه ولسي تمغه ورکړې وه.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG